د مشرانو جرګې پخوانی غړی رحمتالله اڅکزی له پاکستانه افغانستان ته راستون شو

د جمهوري نظام د مشرانو جرګې پخوانی غړی رحمتالله اڅکزی له پاکستانه افغانستان ته راستون شو.
د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون په بلنه، رحمتالله اڅکزی افغانستان ته راستون شوی دی.
یاد کمېسیون وایي، د دې ادارې له لارې تر اوسه یو شمېر پخواني چارواکي او سیاسي شخصیتونه له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

