بټي‌کوټ کې د دوو موټرو ټکر درې کسان مړه او درې ټپیان کړل

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ وایي، بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند څلورم فارم سیمه کې د ویټز او کراس‌روډ موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړي دي.

د یادونې وړ ده چې تېره پنجشنبه هم بټي‌کوټ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا