متقي: پاکستان د افغانستان او سیمې د ناامنه کولو نوې پروژه پیل کړې

مولوي امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزیر، د مسکو فورم اتمې غونډې ته ویلي، د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان او سیمې امنیت ننګولو لپاره د ناامنه کولو نوې پروژه پیل کړې ده.
متقي زیاته کړې، دغه رژیم د تېر نظام له پوځي ځواکونو سره یوځای، د داعش له غړو په ګټې اخیستنې هڅه کوي چې په افغانستان کې ناامني رامنځته کړي.
نوموړي ویلي، د پاکستان پوځي رژیم زرګونه وسلهوال فرضي کرښې ته څېرمه راټول کړي، څو په افغانستان کې رامنځته شوی ثبات له ننګونې سره مخ کړي.
هغه ادعا کړې چې په نورستان، بدخشان او ځینو نورو سیمو کې د دغو کسانو هڅې ناکامې شوې دي.
متقي ټینګار کړی چې اسلامي امارت به خپلې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ په بشپړه خپلواکۍ تنظیموي، د فشار په پایله کې به له خپلې اساسي تګلارې تېر نه شي او د هر ډول تېري پر وړاندې دفاع خپل مسلم حق ګڼي.

