معنوي: د څلورو چارواکو د نیولو حکمونه د حساب‌ورکونې دوام ښيي

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د اسلامي امارت د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو حکمونو علني کېدل ښيي چې د افغانستان اړوند قضیه لا نه ده تړل شوې او قانوني مسوولیت د وخت په تېرېدو نه له منځه ځي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د اکتوبر پر پنځمه د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده، د سترې محکمې قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه علني کړل.

دغه حکمونه په ۲۰۲۵ کال کې صادر شوي وو.

محکمې ویلي، پر یادو کسانو د جنسیت پر بنسټ د بشریت ضد ځورونې په تړاو د مسوولیت معقول بنسټونه موجود دي.

معنوي د محکمې له وروستي اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، د افغانستان اړوند قضیه لا نه ده تړل شوې.

نوموړي ادعا کړې چې دی او یو شمېر نورو کسانو په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان وضعیت او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه معلومات له محکمې سره شریک کړي وو.

هغه ویلي، له هغه وخت راهیسې د افغانستان په تړاو د محکمې بهیر ورو، خو پرله‌پسې روان دی او له دغې ادارې یې غوښتي چې راتلونکي ګامونه لا چټک او پرېکنده کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا