افغانستان او شمالي کوریا د پوځي تجربو پر تبادلې خبرې وکړې

د اسلامي امارت یوه پوځي پلاوي د روسیې په بلنه د «مرکز ۲۰۲۶» پوځي تمرینونو په څنډه کې د شمالي کوریا له یوه پوځي چارواکي سره لیدلي دي.
د سویلي کوریا یونهاپ خبري اژانس نن، سهشنبه، د تلې ۱۴مه، راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د اسلامي امارت قوماندان نصیبالله مدني د شمالي کوریا له پوځي اتشې رو کي چول سره د پوځي روزنې او تجربو پر تبادلې خبرې کړې دي.
انکې نیوز هم ویلي، مدني او رو کي چول د پوځي تمرینونو په ترڅ کې د وسلو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال یوځای لیدل شوي دي.
د اسلامي امارت دفاع وزارت په خپاره کړي انځور کې هم دواړه چارواکي لیدل کېږي.
د دفاع وزارت ویلي، پوځي پلاوي یې د تمرینونو پر مهال د شمالي کوریا، چین، هند، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان او تاجکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له پوځي استازو سره لیدلي دي.
د وزارت په وینا، په دغو لیدنو کې پر دوهاړخیزو اړیکو، پوځي تجربو تبادلې، مسلکي روزنې او د همکارۍ پر بېلابېلو برخو خبرې شوې دي.

