۱۲ کسیز ازبک ډیپلوماتیک پلاوی غزني ته ورغی

د غزني ولایت مقام وايي، له ازبکستانه راغلي ۱۲ کسیز ډیپلوماتیک پلاوي غزني ته سفر کړی او له والي ملا ولي جان حمزه، سیمهییزو مسوولینو او علماوو شورا غړو سره یې لیدلي دي.
د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې پلاوي غزني ته خپل سفر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو د پراختیا او د غزني د اوسېدونکو له کلتوري دودونو سره د لا ډېرې بلدتیا په موخه بللی دی.
پلاوي د سفر پر مهال د حکیم سنایي غزنوي، ابوریحان البیروني او سلطان محمود غزنوي له مقبرو، باباجي جومات او منارو له سیمې هم لیدنه کړې ده.

