کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون پرانیستل شو

کابل نن، چهارشنبه، د اکټوبر ۷مه، د امام ابوحنیفه رحمهالله پنځم ملي او نړیوال نندارتون کوربه دی.
د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، ایران، هند او ترکیې په ګډون د سیمې له شلو ډېر هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.
په نندارتون کې سلګونه کورني او بهرني شرکتونه هم ګډون لري او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو له لوري له ۸۰۰ ډېرې غرفې جوړې شوې، چې بېلابېل محصولات پکې نندارې ته وړاندې کېږي.
ټاکل شوې نندارتون پنځه ورځې دوام وکړي.
د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم پرون کابل ته رسېدلی و.
سوداګر د کورنیو تولیداتو ودې او بازارموندنې لپاره د ورته نندارتونونو جوړېدل مهم بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.

