د ایران د انرژۍ وزیر کابل ته ورسېد

د ایران د انرژۍ وزیر عباس عليآبادي نن، چهارشنبه، د تلې پر ۱۵مه، کابل ته رسېدلی دی.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي، عليآبادي به خپل سفر کې د افغانستان له چارواکو سره لیدنې وکړي.
د سفارت په وینا، د ایران د انرژۍ وزیر به په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمهالله له نړیوال نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

