فیض‌اباد کې چاودنې دوه ملکي وګړي ټپیان کړل

د بدخشان امنیه قومانداني وايي، نن چهارشنبه سهار د دغه ولایت مرکز فیض‌اباد ښار کې چاودنه شوې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي په سطحي ډول ټپیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، د پېښې په تړاو څلور مشکوک کسان نیول شوي او د چاودنې په اړه څېړنې روانې دي.

نوموړي ویلي، دواړه ټپیان ملکي وګړي دي چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا