کندهار کې د پنځو ولایتونو والیانو د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او دایکنډي ولایتونو د واليانو او ملکي او امنیتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ دوره‌یي غونډه د کندهار والي محمد شیرین اخوند په مشرۍ په کندهار کې ترسره شوه.

په غونډه کې د یادو ولایتونو پر امنیتي او ملکي وضعیت، د امنیت پیاوړتیا، ځمکو غصب او د کوکنارو کښت مخنیوي، د نشه‌یي توکو قاچاق او پلور، له خلکو سره د نظام اړیکو ټینګښت او د ملکي او امنیتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتولو خبرې وشوې.

په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې هم وشوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا