یونیسف ننګرهار ته طبي وسایل ورکړل

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونیسف» د ننګرهار حوزوي روغتون او د دغه ولایت ۱۰ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته د ۴۸ قلمه طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، د دغو وسایلو ټولیز ارزښت ۴۶۶ زره امریکايي ډالره دی او په کې د الټراساونډ دستګاوې، د نوي زېږېدلو ماشومانو د تودوخې وسایل، طبي یخچالونه او نور اړین تجهیزات شامل دي.
دغه تجهیزات د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس او د یونیسف روغتیايي برخې استازي په حضور کې د «میهن» موسسې مرکزي زېرمتون ته سپارل شوي، څو حوزوي روغتون او اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي.

