نن د روغتیا نړۍواله ورځ ده

د اپرېل اوومه د روغتیا نړۍوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، چې د روغتیا نړۍوال سازمان له جوړېدو سره تړاو لري. دغه سازمان په ۱۹۴۸ کال کې رامنځته شو او وروسته دا ورځ د روغتیا نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، په افغانستان کې د ساینسپوهانو، روغتیايي کارکوونکو او ټولنو هڅې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره ارزښتناکې دي.
د دې ادارې په وینا، د نړیوال صندوق په ملاتړ په هېواد کې د اېچآیوي، نري رنځ او ملاریا د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي، روغتیايي سیستم پیاوړی کېږي او زیانمنو کسانو ته لاسرسی پراخ شوی دی.





