کابل کې د افغانستان او قرغیزستان د سوداګرۍ خبرې وشوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال تورسنکلوف سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د تجارتي تبادلو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سوداګرۍ حجم تر یو میلیارد ډالرو پورې د لوړولو هدف ټاکلی او د افغانستان د ودانیزو شرکتونو د ظرفیتونو پر کارولو هم خبرې شوې دي.
همداراز تورسنکلوف د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره عزیزي ته د قرغیزستان د سفر بلنه ورکړې ده.





