زابل کې پنځه درملتونونه د سرغړونو له امله تړل شوي

د اسلامي امارت د زابل د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو د څار ادارې ویلي، په مرکز کلات ښار کې یې پنځه درملتونونه د روغتیايي اصولو د سرغړونې له امله تړلي دي.
د مسوولینو په وینا، له یادو درملتونونو څخه ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل هم راټول شوي دي.
یاد ریاست ټینګار کړی، د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره به د څار بهیر دوام ومومي او له درمل پلورونکو یې غوښتي چې روغتیايي مقررات په جدي توګه مراعت کړي.





