چین د افغانستان پولې ته نږدې نوی اداري واحد جوړ کړی

چین په سینکیانګ ایالت کې د «سن‌لینګ» په نوم نوی اداري واحد رامنځته کړی، چې د افغانستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته نږدې یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، دا واحد د قراقرم غرونو لړۍ ته څېرمه او د واخان دهلیز په اوږدو کې موقعیت لري؛ هغه نرۍ لار چې چین له افغانستان سره نښلوي او د امنیتي پلوه حساسې سیمې په توګه پېژندل کېږي.

چینايي چارواکو ویلي، د دې اقدام موخه د سرحدي څار پیاوړتیا او د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی. دا درېیم اداري واحد دی چې چین یې په تېر یوه کال کې په سینکیانګ کې رامنځته کوي.

کارپوهان وایي، دا ګام د سرحدي امنیت ټینګښت او د حکومتدارۍ د جوړښتونو د پیاوړتیا هڅې ښيي، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې له امنیتي او سیمه‌ییزو ننګونو سره مخ دي.

دکمه بازگشت به بالا