تاشکند کې د افغانستان او منځنۍ اسیا پر همکاریو غونډه شوې

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز ویلي، د یاد مرکز استازو د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې د منځنۍ اسیا د نړۍوال انسټیټیوټ په ګډه غونډه کې ګډون کړی دی.

د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.

ګډونوالو د سیمه‌ییز ثبات، نښلون او د کارپوهانو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا