روزنک بندر کې د تېلو ۱۰ نوې زېرمې جوړې شوې

د نفت او ګازو دولتي شرکت وايي، روزنک بندر کې یې د تېلو لس نوې زېرمې ځای پر ځای کړې دي.
د شرکت په وینا، دغو زېرمو ټولیز ظرفیت ۸۴۰ ټنه دی، چې د لګښتونو کمولو او احتمالي ضایعاتو مخنیوي په موخه نصب شوې دي.
سرچینه زیاتوي، دا اقدام به انرژۍ سکتور پیاوړی کړي، د وارداتي تېلو مدیریت به ښه کړي او ستراتیژیکې زېرمې به پراخې کړي.
د معلوماتو له مخې، نوې زېرمې نه یوازې د اسلامکلا بندر له لارې د انتقال بهیر اسانه کوي، بلکې د واګونونو تخلیه هم ګړندۍ کوي او د اورګاډي کرښې پر وخت خلاصون ته زمینه برابروي.
چارواکي ټینګار کوي، دغه زېرمې به د ټرانسپورټي ستونزو پر مهال د تېلو خوندي ساتنه یقیني کړي او عرضې لړۍ به بېځنډه روانه وساتي، څو بازارونو ته د تېلو وېش منظم دوام ولري.





