قانت د اوبو امنیت غونډه کې د ګډ چوکاټ غوښتنه کړې

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز وايي، د دغه مرکز رییس عبدالحی قانت د منځنۍ اسیا د اوبو امنیت په اړه یوه غونډه کې ګډون کړی دی.
د یاد مرکز په وینا، قانت د اوبو مدیریت لپاره د ګډ چوکاټ پر جوړېدو ټینګار کړی، چې پکې د ټولو هېوادونو ګډون، د معلوماتو شریکول، د اوبو د ضایعاتو کمول او د اقلیم بدلون پر وړاندې ګډ اقدامات شامل دي.
سرچینه زیاتوي، غونډه کې د افغانستان پر ونډې او د سیمهییزو همکاریو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی، څو د اوبو سرچینې په ګډه او اغېزمنه توګه مدیریت شي.





