کندهار کې د اسلامي امارت له بیرغ پرته د نورو بیرغونو چاپ او پلور منع اعلان شو

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه تازه خبرتیا کې د ښار او ولسوالیو ټولو کتابتونونو، چاپي مرکزونو، قرطاسیو، مطبعو او د ډیکورېشن اړوند مرکزونو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د اسلامي امارت له رسمي بیرغ پرته د نورو بیرغونو چاپ، خپرول، پېر او پلور منع دي.

د یاد ریاست په وینا، اړوند بنسټونه مکلف دي ورکړل شوې لارښوونې په جدي توګه عملي کړي او له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي.

خبرتیا ټینګار کوي، له یادې پرېکړې سرغړونه به له قانوني چلند سره مخ شي او مسوولین به حساب ورکوونکي وي.

دکمه بازگشت به بالا