له مودې وروسته د نويو ودانیو جوړولو ته اجازه ورکړل شوه

د ریاستالوزراء اداري معاونیت ښاروالیو ته سپارښتنه کړې چې په ښارونو کې هغو کسانو ته چې د معیاري او اساسي کورونو جوړولو غوښتنه لري، ژر تر ژره د جوړولو اجازه ورکړل شي.
په مکتوب کې ویل شوي، اړوندې ادارې دې د یوې میاشتې په موده کې د ځمکو نقشې ښاروالیو ته وسپاري او هغه سیمې دې مشخصې کړي چې د سیل ځایونه، تاریخي ساحې یا د ودانیزو پلانونو له مخې منع سیمې ګڼل کېږي.
همداراز په لویو ښارونو، په ځانګړي ډول کابل کې، ښاروالیو ته لارښوونه شوې چې د کور جوړولو اجازه هغو کسانو ته ورکړي چې شرعي قباله، مالیه، د معاملاتو سند، عرفي سند او د سیمې د امام، دوو ګاونډیانو او وکیل ګذر تصدیق ولري.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې نويو کورونو جوړولو ته اجازه نه ورکول کېږي.





