بلخ کې د کشندي ۱۸ کیلومتره سړک جوړېږي

د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست ویلي، د کشندي ولسوالۍ د ۱۸ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ریاست د رسنیو دفتر په وینا، دا پروژه د شاوخوا ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له پل‌برق څخه تر کشندي ولسوالۍ پورې پلي کېږي.

د بلخ د ټولګټو رییس مولوي عبدالصبور صابر ویلي، دا سړک د ټولګټو وزارت له بودیجې جوړېږي او په کې دوه پلونه، پلچکونه او استنادي دېوالونه شامل دي.

د مسوولینو په خبره، د پروژې شاوخوا ۲۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او تمه ده چې د دوو کلونو په موده کې د داخلي انجنیرانو او ماشینرۍ په وسیله بشپړ شي.

دکمه بازگشت به بالا