د روغتیا نړیوال سازمان: ملاریا لا هم افغانستان کې جدي ګواښ دی

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ملاریا لا هم افغانستان کې ګڼې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان اغېزمنوي.
د دې سازمان د افغانستان څانګې د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، سره له دې چې د وقایې، ژر تشخیص او پر وخت درملنې له لارې ژوندونه ژغورل کېدای شي، خو دا ناروغي لا هم جدي ګواښ بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، ټولنې تر ډېره د ګرمو او باراني میاشتو پر مهال له ملاریا سره مخ کېږي. دغه سازمان زیاته کړې، چې د روان کال د مارچ میاشت کې د ملاریا پېښې زیاتې شوې او شاوخوا ۷۴۶ پېښې ثبت شوې، چې د فبرورۍ پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
کارپوهان وایي، ملاریا د غوماشي له لارې له یوه اخته کس څخه بل ته لېږدول کېږي او تر ټولو ډېر ماشومان او امیندواره ښځې اغېزمنوي، له همدې امله د مخنیوي او عامه پوهاوي پراختیا ته جدي اړتیا شته.





