متقي: ورزشي ډیپلوماسي د اړیکو پیاوړتیا کې مهمه ده

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې د ګډون‌کوونکو هېوادونو له استازو سره کتنه کې د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي بللې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ښاغلي متقي ټینګار کړی چې ورزشي ډیپلوماسي د هېوادونو ترمنځ اړیکو پیاوړتیا لپاره اغېزمنه لار ده او اسلامي امارت هڅه کوي له همدې لارې له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې کړي.

هغه ویلي، له بیا واکمنېدو وروسته د دودیزو لوبو او ورزشونو برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ورزشکارانو لپاره د ویزو او اړینو اسانتیاوو برابرولو هڅې روانې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ګډون‌کوونکو هېوادونو استازو د افغانانو له تود هرکلي او ښه تنظیم ستاینه کړې او په دې برخه کې یې د همکاریو ژمنه څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، د افغانستان په کوربه‌توب د اوو هېوادونو ترمنځ د دودیزې غیږنیونې نړیواله جشنواره کابل کې پیل شوې چې پکې د سیمې هېوادونو لسګونه بهرني او کورني ورزشکاران برخه لري.

دکمه بازگشت به بالا