کندهار کې د افغان ماشوم د وژنې په غبرګون ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د آریانا نیوز د راپور له مخې، تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو پر یوه افغان ماشوم ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د سرچینو په وینا، د دې پېښې په غبرګون کې افغان امنیتي ځواکونو ځوابي اقدام کړی چې په ترڅ کې یې ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

سرچینې زیاتوي، افغان ځواکونو ته د وژل شوي ماشوم او د یوه پاکستاني سرتېري جسدونه هم رسېدلي دي.

ویل کېږي، په نښته کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.

دکمه بازگشت به بالا