فراه بندر کې ۱۰۳ ټنه بېکیفیته توکي مسترد شوي

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۰۳ ټنه بېکیفیته ګاډر او کاشي له وارداتي بهیره مسترد شوي او بېرته صادرونکي هېواد ته ګرځول شوي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۳۳.۴ ټنه ګاډر او ۱۸.۶۹ ټنه کاشي د کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود، له همدې امله هېواد ته د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه.
مسوولین زیاتوي چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر په شفاف، منظم او دوامداره ډول روان دی، او هېڅ ډول بېکیفیته توکو ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي.





