کابل کې نوی بس مسیر فعال شو

د ملي بس امارتي شرکت وایي، د ترانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا او د کابل ښاریانو د ستونزو د حل په موخه یې له «سینما پامیر» څخه تر «ده‌دانا» پورې نوی بس مسیر فعال کړی دی.

د یاد شرکت په وینا، په دغه نوي مسیر سره به ښاریانو ته منظم، پر وخت او باکیفیته ترانسپورټي خدمتونه وړاندې کېږي، څو د ښار د تګ راتګ ستونزې تر یوې کچې راکمې شي.

مسوولین زیاتوي چې د ملي بس شبکې پراختیا د ښاري ترانسپورټ د ښه‌والي او د عامه خدمتونو د اسانتیاوو د لوړولو په موخه دوام لري، او هڅه کېږي چې په نورو سیمو کې هم ورته نوي مسیرونه فعال شي.

دکمه بازگشت به بالا