میدانوردګو کې د هاوان مرمۍ چاودنې شپږ ماشومان ټپیان کړي

د میدانوردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي، د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په اورمړ کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله شپږ ماشومان ټپیان شوي دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې وه او د لاسوهنې پر مهال پرې چاودنه وشوه.
سرچینې زیاتوي، په ټپیانو کې د درېیو ماشومانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی او د لا ښه درملنې لپاره د میدانښار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
مسوولین وایي، په بېلابېلو سیمو کې پاتې ناچاوده توکي لا هم د خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو، ژوند ته جدي ګواښ بلل کېږي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تېره ورځ هم په پروان او ننګرهار ولایتونو کې د مرمیو چاودنو یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې وه.





