راشد خان یو ځل بیا د نړۍ لومړی توپاچوونکی شو

د کرېکټ نړۍوالې شورا په تازه درجهبندۍ کې د افغانستان وتلي کرېکټر راشد خان یو ځل بیا د نړۍوالو شلاوریزو او پنځوساوریزو سیالیو په کچه د لومړي درجه توپاچوونکي مقام خپل کړی دی.
راشد خان، چې له کلونو راهیسې د نړۍ د مخکښو توپاچوونکو له ډلې شمېرل کېږي، د خپلو دوامدارو غوره لوبو له امله توانېدلی چې په دواړو بڼو کې خپل برلاسی مقام وساتي او د افغانستان کرېکټ ته نوی ویاړ ور وبښي.
په شلاوریزو سیالیو کې بل افغان سوکه توپاچوونکی مجیب ځدراڼ هم د غوره لوبغاړو په نوملړ کې ځای لري او د نړۍ د لسو غوره توپاچوونکو په ډله کې نهم مقام خپل کړی دی.
بلخوا، د پنځوساوریزو سیالیو په درجهبندۍ کې له راشد خان پرته بل افغان توپاچوونکی د لسو غوره لوبغاړو په نوملړ کې نه ښکاري، خو ځوان الراونډر عظمت عمرزی د خپلې ښې ځلېدنې له امله په یویشتم مقام کې راغلی دی.
د افغانستان کرېکټ مینهوال باور لري چې د افغان لوبغاړو وروستۍ بریاوې او نړۍوالې لاستهراوړنې د هېواد کرېکټ ته لا زیات اعتبار ورکوي او په نړیوال ډګر کې یې سیالي نوره هم پیاوړې کړې ده.





