کابل کې د غلو ۲۳ کسیزه ډله نیول شوې

د کابل امنیه قومندانۍ وایي، د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د غلو یوه ۲۳ کسیزه ډله نیولې چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو یې د موټر سایکلونو او بایسکلونو د غلاوو په پېښو کې لاس درلود.
د امنیه قومندانۍ په وینا، له نیول شوې ډلې سره ۱۸ غلا شوې موټر سایکلې هم ترلاسه شوې دي، چې د کشفي عملیاتو پر مهال ضبط شوې دي.
مسوولین وایي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې د غلاوو، جنايي جرمونو او د خلکو د امنیت د ګډوډولو پر وړاندې به جدي اقدامات دوام ولري، څو د ښار اوسېدونکو ته خوندي چاپېریال برابر شي.





