پنجشېر ته په څلورو اوونیو کې له ۹۰ زرو ډېرو سیلانیانو سفر کړی

د پنجشېر ولایت مسوولین وایي، د هوا له ګرمېدو او د پسرلني موسم له پیل سره په تېرو څلورو اوونیو کې له ۹۰ زرو ډېرو سیلانیانو د دغه ولایت له طبیعي منظرو او تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.
د پنجشېر ولایت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سرتاسري امنیت، معتدله هوا او ښکلې طبیعي منظرې هغه مهم عوامل دي چې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی.
د مسوولینو په وینا، د پنجشېر ګڼې درې، شنې سیمې، سیندونه او غرنیز طبیعت هر کال زرګونه کسان دې ولایت ته راجلبوي، خو سږ کال د سیلانیانو شمېر د تېر پرتله زیات شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د سیلانیانو زیاتوالي د ځایي خلکو پر اقتصادي وضعیت هم مثبت اغېز کړی او هوټلونه، رستورانتونه او نور کوچني کاروبارونه ورسره غوړېدلي دي.
ځايي اوسېدونکي وایي، د امنیت ټینګښت او د سفر اسانتیاوو د زیاتېدو له امله اوس ډېری کورنۍ د تفریح او استراحت لپاره پنجشېر ته سفر کوي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو شمېرل کېږي، چې د ښکلي طبیعت، یخو اوبو او غرنیو منظرو له امله د هېواد دننه او بهر د سیلانیانو ځانګړی پام ځان ته اړولی دی.





