د متقاعدینو د معاشونو نوې لړۍ د غویي په ۲۶مه پیلېږي

د ا.ا د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اتم مهالوېش بشپړ شوی او د معاشونو د ورکړې نوې لړۍ به د غویي میاشتې په ۲۶مه پیل شي.
د وزارت په وینا، په دې پړاو کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پخوانیو کارکوونکو او د ملي امنیت پخوانیو ډګروالانو ته معاشونه ورکړل شي.
مالیې وزارت ویلي، د معاشونو ورکړه به د ځانګړي مهالوېش له مخې په مرحلو کې ترسره شي، څو بهیر په منظم ډول پر مخ ولاړ شي.
مسوولین زیاتوي، د دې پروسې موخه د متقاعدینو د مالي ستونزو کمول او د معاشونو د ورکړې بهیر ښه تنظیمول دي.





