هرات کې د سرو زرو د غلا په تور دوه ښځې نیول شوې

د هرات امنیه قومندانۍ ویلي، امنیتي ځواکونو هغه دوه ښځې نیولې دي چې د هرات ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند زرګرۍ هټیو کې یې په غولوونکې بڼه د سرو زرو او ګاڼو غلا کوله.

د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمریت په خبرپاڼه کې ویلي، یادې ښځې د خلکو د شکایتونو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د کشفي ارګانونو تر جدي څار او تعقیب لاندې وې، چې له پېژندلو وروسته ونیول شوې.

د لومړنیو څېړنو له مخې، دغو ښځو به د پېرودونکو په نوم زرګرۍ هټیو ته ننوتلې، پلورونکي به یې په خبرو او بېلابېلو پلمو بوخت ساتل او وروسته به یې د سرو زرو او ګاڼو د غلا هڅه کوله.

امنیتي مسوولینو ویلي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او له خلکو یې غوښتي، چې د شکمنو کسانو او پېښو په اړه امنیتي ځواکونو ته پر وخت معلومات ورکړي، څو د ورته جرمونو مخه ونیول شي.

دکمه بازگشت به بالا