کابل کې ۱۰۰ کیلویي ناچاوده بم شنډ شوی

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په حاجي منجي ښارګوټي کې یو ۱۰۰ کیلویي بم، چې د تېرو جګړو پاتې شونی و، کشف او په خوندي ډول شنډ شوی دی.

د یادې ادارې په وینا، بم په یوې ګڼ‌مېشتې استوګنیزې سیمې کې د کیندنې پر مهال موندل شوی و، چې د خلکو ژوند او شتمنیو ته یې جدي ګواښ پېښاوه.

د هیلوترست ماین پاکۍ موسسې تخنیکي مسوولینو ویلي، دا د OFAB 100/120 ډوله هوايي بم و، چې شاوخوا ۴۲ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې لرل او فیوز یې هم فعال و.

د معلوماتو له مخې، د سیمې د خوندیتوب لپاره له ۳۲۰۰ څخه ډېرې د شګو بورۍ کارول شوې او وروسته بم خوندي ځای ته لېږدول شوی او له منځه وړل شوی دی.

دکمه بازگشت به بالا