کرزی جاپان د افغانستان پخوانی دوست وباله

حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، د جاپان له لوري د افغان زدهکړیالانو لپاره د نوو تحصیلي بورسونو د اعلان هرکلی کړی او دغه هېواد یې د افغانستان د خلکو «پخوانی او نږدې دوست» بللی دی.
کرزي ویلي، دا ډول اقدامات د افغان ځوانانو د زدهکړو ملاتړ لپاره مهم دي او د هېواد د علمي کچې په لوړولو او راتلونکي پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري.
په همدې حال کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د «MEXT» تحصیلي بورسونه افغان زدهکړیالانو ته ځانګړي شوي، چې د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه د څېړنیزو زدهکړو فرصتونه پکې شامل دي.
د سفارت په وینا، د غوښتنلیکونو د راټولولو او د ازموینو په پروسه کې به ځینې همکار بنسټونه مرسته وکړي، خو د کاندیدانو د انتخاب وروستۍ پرېکړه به د جاپان حکومت کوي.
همداراز ټینګار شوی چې د انتخاب بهیر به د شفافیت له مخې او پرته له هر ډول تبعیض ترسره شي.
د ثبتنام وروستۍ نېټه د مې ۲۶مه اعلان شوې او نور معلومات د جاپان سفارت په رسمي وېبسایټ کې خپاره شوي دي.





