تاجکستان د افغان کډوالو د ایستلو لاملونه روښانه کړل

د تاجکستان دولتي رسنۍ (خاور دولتي خبري اژانس) د افغان کډوالو د ډله‌ییزو ایستنو په اړه د نیوکو په غبرګون کې د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمیټې له قوله راپور ورکړی چې ځینې افغان کډوال له کوربه هېواد له قوانینو سرغړونه کړې ده.
دا اعلامیه پرون (دوشنبه، د مې ۱۱مه) د خاور خبري اژانس له لارې «د افغان وګړي محمد حکیم تورسن د غوښتنې ځواب» تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. محمد حکیم تورسن، چې په جرمني کې مېشت دی، له تاجک چارواکو د افغان کډوالو د ډله‌ییزو ایستنو د لاملونو د روښانتیا غوښتنه کړې وه.
د تاجکستان د ملي امنیت کمیټې ویلي چې پر ځینو افغان کډوالو د قتل، نشه‌يي توکو قاچاق، جنسي تاوتریخوالي، د اسنادو جعل او د قمارخانو د چلولو تورونه لګېدلي دي. په اعلامیه کې همداراز له ترهګرو او تخریبي ډلو سره د همکارۍ ادعاوې هم ذکر شوې دي.
راپورونه ښيي چې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ د اپرېل په ۳۰مه د خجند ښار کې د یوې تاجک ښځې له وژل کېدو وروسته پیل شوې، چې په تړاو یې یو افغان وګړی نیول شوی و. له هغې وروسته په سغد ولایت کې امنیتي عملیات زیات شوي او د سلګونو افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی، په داسې حال کې چې اوس هم شاوخوا ۹ زره افغان کډوال په تاجکستان کې مېشت دي.

دکمه بازگشت به بالا