نورستان کې سېلابونو ۷۰ څاروي له منځه وړي

د نورستان ولایت د رسنیو دفتر وایي، د کامدېش ولسوالۍ په نانګل کلي کې د سختو بارانونو او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
د یاد دفتر په وینا، سېلابونو شاوخوا ۷۰ څاروي، لکه غواګانې، خوسکي، وزې او پسونه له منځه وړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، وروستیو بارانونو او ږلۍ د مالدارۍ سکټور ته پراخ زیان رسولی او ګڼې کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.
هغوی له اړوندو ادارو او مرستندویو بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د نورستان د رسنیو دفتر د پېښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي، اړوندې ادارې د زیانونو د ارزونې او د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.





