یوناما د خبریالانو د توقیف په اړه اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د خبریالانو د توقیف او له رسنیو سره د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، لږ تر لږه درې خبریالان د ناڅرګندو تورونو پر بنسټ نیول شوي او تر توقیف لاندې ساتل کېږي.

یاد بنسټ همداراز د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې پکې ویل شوي، د خبریالانو د پلټنې پر مهال د هغوی وسایل او کاري توکي هم ضبط شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، باید د نیول شویو خبریالانو د توقیف قانوني اړخ او پرې لګېدلي تورونه روښانه شي او د توقیف پر مهال یې قانوني حقونو ته درناوی وشي.

یوناما ټینګار کړی چې ازادې او خپلواکې رسنۍ د روڼتیا، حساب ورکونې او ټولنې د هوساینې لپاره مهم رول لري او خبریالان باید وکولای شي له وېرې او فشار پرته خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.

دکمه بازگشت به بالا