سمنګان کې ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه شوي

د سمنګان ولایت مسوولین وایي، د خلم ولسوالۍ په «ګولایي صیاد» سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د سمنګان امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه نن پنجشنبه رامنځته شوې چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، ټپي شوی کس د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې تر څار لاندې دی.

مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي بللې او له ټولو موټرچلوونکو یې غوښتي چې د سفرونو پر مهال ترافیکي اصول مراعات او د مسافرو ژوند ته جدي پام وکړي.

په وروستیو کلونو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې چې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د سړکونو خرابوالی یې مهم لاملونه بلل کېږي.

دکمه بازگشت به بالا