ابوظبۍ کې د ښاري پرمختګ نړیواله سرمشریزه ترسره شوه

په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د «ښاري پرمختګ او راتلونکو ښارونو نوي لیدلوري» تر سرلیک لاندې د ابوظبۍ بنسټیزو پروژو او زیربناوو نړیوالې سرمشریزې کې ګډون کړی دی.

په ابوظبۍ کې افغان سفارت ویلي، یاده غونډه د بېلابېلو هېوادونو د استازو، نړیوالو متخصصینو، پانګه‌والو او د ساختماني شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربناوو وزیر سهیل المزروعي او د ابوظبۍ د ښاروالۍ او ټرانسپورټ ادارې رییس محمد علي الشرفا هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې د عصري زیربناوو، ځیرکو ښارونو، دوامدار پرمختګ او نوې ساختماني ټکنالوژۍ په اړه هر اړخیز بحثونه شوي دي.

د یادې سرمشریزې موخه د ښاري پراختیا، پرمختللو زیربناوو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د نړیوالو تجربو شریکول او د راتلونکو ښارونو لپاره د اغېزمنو طرحو ارزونه بلل شوې ده.

دکمه بازگشت به بالا