جاپاروف: د منځنۍ اسیا ثبات له افغانستان سره تړلی دی

د قرغېزستان ولسمشر صادیر جاپاروف ویلي چې د منځنۍ اسیا ثبات له افغانستان سره تړلی دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو د ټاکنې له بهیر وړاندې په یو پیغام کې ویلي، که قرغېزستان د امنیت شورا غړیتوب ترلاسه کړي، د افغانستان وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي.
هغه زیاته کړې چې د منځنۍ اسیا امنیت په افغانستان کې له ثبات سره مستقیم تړاو لري او ټینګار یې کړی چې هېواد به یې له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.
جاپاروف همداراز ویلي چې په امنیت شورا کې باید د کوچنیو او پرمختیایي هېوادونو مناسب استازیتوب تضمین شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړو ټاکنې به د جون په درېیمه نېټه د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ترسره شي.





