ټرمپ: که ایران بشپړ تسلیم هم شي، امریکايي رسنۍ به یې د ایران بریا وبولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر امریکايي رسنیو او ډیموکراټ سیاستوالو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې ځینې رسنۍ د نړیوالو موضوعاتو په راپور ورکولو کې دوهګونی چلند کوي.
ټرمپ په خپلې «ټروت سوشل» شبکې کې لیکلي، که د ایران سمندري او هوايي ځواکونه په بشپړ ډول له منځه هم ولاړ شي او مشران یې د تسلیمۍ اسناد لاسلیک کړي، بیا به هم ځینې امریکايي رسنۍ دا وضعیت د ایران د بریا په توګه تعبیر کړي.
هغه په ځانګړي ډول «نیویارک ټایمز»، «وال سټریټ ژورنال» او «سياېناېن» یادې کړې او ادعا یې کړې چې دغه رسنۍ د واقعیتونو پر ځای سیاسي دریځ ته لومړیتوب ورکوي.
ټرمپ همداراز پر ډیموکراټ ګوند سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې یاد ګوند خپل سیاسي مسیر له لاسه ورکړی او د امریکا د کورنیو او بهرنیو موضوعاتو په مدیریت کې له جدي ستونزو سره مخ دی.




