قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو کمولو هڅې کوي

په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د کمولو لپاره د خپل هېواد پر دوامدارو هڅو ټینګار کړی دی.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د دفتر له رییس سره په کتنه کې ویلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د امنیت، ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم ارزښت لري.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، سیاسي همکاریو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د قطر د رول په اړه خبرې کړې دي.
د قطر سفیر ویلي، دوحه تل د خبرو اترو او تفاهم له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کړی او هڅه کوي په سیمه کې د همکارۍ او متقابل اعتماد فضا پیاوړې شي.
بلخوا یو شمېر سیاسي شنونکو هم قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره مهم منځګړی بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد له دواړو لورو سره نږدې اړیکې لري.
قطر په تېرو کلونو کې د افغانستان اړوند سیاسي مذاکراتو کوربه پاتې شوی او د بېلابېلو لورو ترمنځ یې د تعامل او خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړې ده.





