پرون ۹۱۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی چې پرون (دوشنبه) له پاکستان او ایران څخه ۹۱۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په وینا، دغه کورنۍ چې ټولټال ۴ زره ۷۱۸ کسان کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې له راستنېدونکو کورنیو څخه ۱۱۵۵ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له یو شمېر نورو سره نغدي مرستې هم ترسره شوې دي.
همداراز سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر کسانو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو میاشتو راهیسې له ګاونډي هېواد پاکستان او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې ویلي وو چې یوازې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۰ زره افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي، او لا هم په پاکستان کې نږدې دوه میلیون افغان کډوال مېشت دي.
اسلامي امارت بیا ډاډ ورکړی چې د کډوالو د راستنېدو بهیر یې په منظم ډول مدیریت کړی دی.





