افغانستان کې ۱۳۵ د درملو فابریکې فعالې دي

د درملو او روغتیايي محصولاتو د ټولنې عمومي رییس ډاکټر احمد سعید شمس وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۳۵ د درملو تولیدي فابریکې فعالې دي او د هېواد د درملو د تولید برخه ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.
نوموړي د «ابو عليسینا بلخي» دویم نړیوال تخصصي نندارتون کې ویلي، اوس مهال ۱۱۷۰ قلمه درمل په رسمي ډول ثبت او تولیدېږي، او شاوخوا ۵۰۰ نور قلمه درمل تر ازموینې او ارزونې لاندې دي.
د هغه په وینا، کورني تولیدات اوس مهال د هېواد شاوخوا ۳۸ سلنه د درملو اړتیا پوره کوي، او هڅې روانې دي څو په راتلونکي کې دا کچه لا نوره هم لوړه شي.
مسوولین وایي، د درملو د کورني تولید پراختیا د روغتیايي ځانبسیاینې په لور مهم ګام بلل کېږي.





