ننګرهار کې له ۳ زرو ډېر جراحي عملیات ترسره شوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وایي، پروسږ کال د ننګرهار ولایتي روغتون کې ۳ زره ۳۲۶ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۱۸۴۴ لوی او ۱۴۸۲ کوچني عملیات شامل وو، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
سرچینه زیاتوي، د دغو جراحي عملیاتو ترسره کېدل د ننګرهار ولایتي روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
د عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، په همدې موده کې ۱۷ زره ۴۳۰ ناروغانو ته داخلبستر او ۱۳۸ زره ۲۲ نورو مراجعینو ته خارجبستر روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
مسوولینو ډاډ ورکړی چې اوس مهال په هېواد کې ګڼ داسې جراحي عملیات ترسره کېږي چې پخوا به هېوادوال د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تلل.





