د هوايي ځواک له لوري ۵۰ سېلاب‌ځپلي ژغورل شوي

د اسلامي امارت دفاع وزارت خبر ورکړی چې په بدخشان ولایت کې د هوايي ځواکونو له لوري ۵۰ تنه هغه هېوادوال ژغورل شوي چې د سېلابونو او د آمو سیند د اوبو د کچې لوړېدو له امله په بېلابېلو سیمو کې ایسار پاتې وو.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د «MI-17» ډوله هلیکوپټر په وسیله د شپږو الوتنو پر مهال د ژغورنې عملیات ترسره شوي او زیانمن شوي کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه عملیات د آمو سیند شاوخوا سیمو کې ترسره شول او ژغورل شوي کسان د ۱۴مې لواء څلورم کنډک او د بدخشان مرکز فیض‌آباد ښار ته انتقال کړل شول.

دفاع وزارت ویلي، د ژغورنې عملیات په سختو شرایطو کې ترسره شوي او د ټولو ژغورل شویو کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

مسوولینو ټینګار کړی چې د طبیعي پېښو پر مهال به د هېواد د هوايي ځواکونو له لارې د خلکو د ژغورنې او مرستو رسولو هڅې دوام ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا