کابل کې د دوو ښځو د قتل په تور یو کس نیول شوی

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، د شعورګل په نوم یو کس د کابل ښار د ۱۷مې حوزې پولیسو له لوري د دوو ښځو د قتل په تور نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کس تېره جمعه نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

ځدراڼ زیاته کړې چې د قضیې دوسیه به د نورو قانوني اجراتو لپاره اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د کابل امنیې قومندانۍ ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د جنايي پېښو د مخنیوي او د قانون د تطبیق لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا