کابل کې د سپینو زرو د غلا په تور اته کسان نیول شوي

د کابل امنیې قوماندانۍ وایي، امنیتي ځواکونو د پغمان ولسوالۍ په یوه ځانګړي عملیاتو کې اته تنه نیولي چې څه موده وړاندې یې له یوه هېوادوال څخه ۲۳۳ کیلوګرامه سپین زر غلا کړي وو.
د امنیې قوماندانۍ په وینا، دغه کسان نن چهارشنبه له غلا شویو سپینو زرو او څه اندازه نغدو پیسو سره ونیول شول.
سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او منلې یې ده چې یاد جرم یې ترسره کړی دی.
مسوولین وایي، له دغې پېښې وروسته ټولې اړوندې څېړنې روانې دي او دوسیه به یې د قانوني اجراتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د جنايي جرمونو د مخنیوي او د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.





