زابل کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله ۳ کسان وژل شوي

د زابل امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ذبیح‌الله جوهر ویلي، دا پېښې نن او پرون د کابل–کندهار پر لویه لار او نورو اړوندو سیمو کې رامنځته شوې دي.

د هغه په وینا، د پېښو ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

مسوولین وایي، د ترافیکي پېښو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د موټرچلوونکو د احتیاط او د ترافیکي اصولو مراعات مهم بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا