هند: نړۍ لا هم پر کابل د روږدو کسانو د مرکز برید نه دی هېر کړی

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي پرواتانني هریش ویلي، نړۍ لا هم هغه هوايي برید نه دی هېر کړی چې د روان کال د روژې میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز ترسره شوی و.
نوموړي د یوناما د راپورونو په حواله ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګژوبلې شاوخوا ۷۵۰ پېښې ثبت شوې دي، چې ډېری یې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې دي.
هریش د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، پاکستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه غوښتنې هم له پامه غورځولې دي چې له مخې یې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي او د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وشي.
هغه ټینګار وکړ، افغانستان کې د ملکي وګړو خوندیتوب او د نړیوالو اصولو درناوی باید د ټولو هېوادونو لومړیتوب وي.

